اسټراليا کې د ځينو نور لويديځ هيوانو پر پرتله د اختر سترې ميلې جوړيږي

Multicultural Eid Festival

Source: SBS Pashto

اسټراليا کې د اختر ميلې له رنګونو او تفريحي پروګرامونو ډکې وي او مسلمانان دا ځانته يو ستر نعمت ګڼي.


د نړۍ په غير اسلامي هيوادونو کې د اختر لمانځل هغومره له دوديزو او کلتوري کړنو ډک نه وي لکه څنګه چې نورو اسلامي هيوادونو کې وي ولې بيا ځيني غير اسلامي هيوادونو کې مسلمانان خپل مذهبې ورځې له سترو جشنونو سره لمانځي او دا ځانته يو ستر نعمت ګڼي.

د اسټراليا سيدني ښار چې تر ټولو لوی او ډير نفوس لرونکی ښار دی هر کال د اختر سترې ميلې جوړوي او پکې زرګونه مسلمانان ګډون کوي. 

يادو ميلو ته ډير شمير پښتنې کورنۍ هم ورځي، دوی وايي د اسلامي کلتور او مهمو ورځو لمانځلو دا فرصت دوی لپاره يو نعمت دی او ډير د خوښۍ احساس کوي.

د سيدني ښار Multicultural Eid Festival کې د اس بي اس پښتو خپرونې ترڅنګ ځينو ژبو استازو ګډون کړی وه او هلته مو له ځينو پښتنو کورنيو سره خبرې کړي چې له هغو څخه د دوو ګډونوالو هر يو کامله مياخيل او ميرويس رامکي مرکې مو تاسو ته راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now