اسټراليا کې سلګونو پښتنو خپل کلتور ورځ ولمانځله

Pashtun Culture Day poster.jpg

International Pashtun Culture Day

اسټراليا کې د پښتو نامتو سندرغاړي کرن خان په ګډون د پښتنو د کلتور نړيواله ورځ ولمانځل شوه.


د اسټراليا تر ټولو لوی ښار سيډني کې د پښتنو د کلتور نړيواله ورځ تيره شپه د سپټمبر مياشت پر ۲۳ نيټه ولمانځل شوه.

د پښتنو د کلتور په لمانځغونډه کې سلګونو پښتنو او هم د هغوی کورنيو برخه اخيستې وه.

د پښتنو د کلتور نړيواله ورځ د ۲۰۱۴ کال راهيسې بيلابيلو هيوادونو کې د پښتنو لخوا لمانځل کيږي ولې اسټراليا کې بيا دا لومړی ځل دی چې پښتانه يو چتر لاندې د يادې ورځې لمانځل کوي.

اس بي اس پښتو خپرونې په ياده کلتوري ورځ کې برخې اخيستلو سره د کرن خان په ګډون د ځينو ګډونوالو نظرونه راخيستي چې دا ټول په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now