خيبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو او ځورنو پيښې ډيريدو حال کې دي، او اوسيدونکو څو وارې د يادو بريدونو پر خلاف مظاهرې ترسره کړي.
څو ورځې وړاندې د پښتونخوا اوسيدونکی عادل شاه چې ۲۱ کاله يې عمر درلود د پوليسو په ډزو ووژل شو.
د نوموړي کورنۍ غړي وايي، پوليسو مشرانو د يادې پيښې نه څيړل غوښتل او پر وژل شوي کس يې تورونه پورې کول ولې د قومي مشرانو فشارونو وروسته په پيښه کې ښکيل پوليس ونيول شول او زنداني شول.
تيرو څو مياشتو راهيسې د ورته بريدونو او ځورونو لا ډير رپوټونه ورکړل شوی او پر خلاف يې مظاهرې هم شوي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پيښور څخه د هدفي وژنو او ځورونو پر مسلې رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.



