Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پښتونخوا سويل کې پيدا شوی ګيس نورو سيمو ته ليږد ځايي اوسيدونکي انديښمن کړي

gas supply

پاکستان کې تر ټولو لويې د ګازو زيرمې په جنوبي پښتونخوا کې موندل شوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستان کې تر ټولو لويې د ګازو زيرمې په جنوبي پښتونخوا کې موندل شوي.


خيبر پښتونخوا جنوبي سيمو کې طبعي ګازو زيرمې موندل شوي او حکومت د ګازو ويستلو او ويش پر پروګرام کار کوي.

ځايي اوسيدونکي وايي، د هغوی په سيمو کې د ګازو زيرمو موندلو سره يې ګټه نورو ته رسيږي او دوی ته حق نه ورکول کيږي.

د پاکستان حکومت ۲۹۵ کيلو متره پيپ لګولو باندې کار کوي ترڅو دا ګاز نورو سيمو ته ورسوي، ويل کيږي دا پيپ به د ۲۰۲۳ کال جون پورې بشپړ شي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د ګازو دا زيرمې په ټول پاکستان تر تولو لويې دي.

ځايي اوسيدونکو اوس پر مظاهرو لاس پورې کړی او وايي، په خپلو سيمو کې دوی ته حق نه ورکول کيږي.

دوی وايي د پښتونخوا ګيس پنجاب ايالت ته ليږد پلان پلي کيږي ولې د پاکستان اساسي قانون له مخه چې بايد ډيره ګټه د طبعي زيرمو ځايي خلکو ته ورسيږي ولې دوی وايي د پاکستان حکومت دا مسله له پامه غورځولې.

تاسو ته مو د يادې پروژې او هم ځايي مشرانو او کروندګرو خبرې راخيستي چې لا ډير په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now