Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې د منظور پښتين خوشې کولو لپاره بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې وشوې

PTM protest Sydney, Australia

د پاکستان امنيتي ادارو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيولو خلاف پاکستان سربيره د نړۍ يو شمير هيوادونو کې پښتنو او د پښتنو حقونو مدافعينو مظاهرې وکړې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان امنيتي ادارو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيولو خلاف پاکستان سربيره د نړۍ يو شمير هيوادونو کې پښتنو او د پښتنو حقونو مدافعينو مظاهرې وکړې.


مظور پښتين د جنوری مياشت په ۲۷ نيټه د پاکستان پيښور ښار څخه پوليسو ونيوه او تر دې دمه د امنيتي ادارو په بند کې دی.

منظور پښتين چې د پاکستان ځواکمن پوځ يې ناقانونه کړنو او ظلمونو لپاره ننګولې، د پښتون ژغورنې غورځنګ تحريک رامينځته کولو لومړۍ ورځې راهيسې له حکومتي ادارو سره ټکر کې دی او د ګوند غړي له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوي.

د پاکستان پوځ بيا وايي، منظور او د هغه تحريک د پاکستان خلاف د سيمې هيوادو جاسوسې ادارو په ملاتړ کار کوي چې دا تور منظور او تحريک يې په کلکه ردوي.

PTM Protest, Melbourne
د اسټراليا ملبورن ښار کې د منظور پښتين په ملاتړ جوړې شوې غونډې انځور. Source: Supplied

د منظور پښتين نيول کيدو خلاف د نړۍ يو شمير لويو ښارونو کې مظاهرې ترسره شوې. د اسټراليا ملبورن، سيدني او اډيليډ ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

PTM protest in Adelaide, Australia
د اسټراليا اډيليډ ښار کې د منظور پښتين ملاتړو د مظاهرې انځور. Source: Supplied

د اسټراليا سيدني ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او تحريک په ملاتړ ترسره شوې مظاهرې کې مو له ځينو ګډونوالو سره خبرې کړي چې تاسې د مظاهره کوونکو خبرې دلته اوريدلی شئ.

PTM Protest, Sydney Australia
د اسټراليا سيدني ښار کې د منظور پښتين ملاتړو د مظاهرې انځور. Source: SBS Pashto

Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now