پښتانه له هيواد څخه باهر خپل کلتور ساتلو لپاره هلې ځلې کوي

Zubair Facebook

Zubair Facebook Source: Zubair Facebook

افغانستان او پاکستان کې د ژوند نا خوالو ډير پښتانه دې ته اړ کړي چې خپل هيوادونه پريږدي او نورو پر مختللو هيوادو کې پناه واخلي. نړۍ کې ډير کډوال چې خپل هيوادونه پريږدي او خپلو دودونو سره نورو هيوادو کې ميشت کيږي نو د هغو ميشتيدل هم اسانه کار ندی ځکه چې له ژبې څخه نيولې تر کلتور او نور ډير داسې مسايل دي چې کيدای شي د هغو ځای پر ځای کيدنه کې خنډ وګرځي.اسټراليا کې هم ډير پښتانه ميشت دي او کوښښ کوي چې خپله ژبه او کلتور ژوندی وساتي ولې داچې څومره دوی خپل يادو موخو ته رسيږي دا د هغو هلو ځلو پورې اړه لري.يو ځوان چې زبير صافی نوميږي او د اسټراليا سويلي ايالت اډيليډ ښار کې اوسيږي خپلې ټولنې ته خدمت لپاره هلې ځلې کوي او وايي چې غواړي نورو ته د پښتنو دود او کلتور وښايي. ښاغلی صافی خپلو کارونو څخه خوښ بريښي او نورو پښتنو ته هم پيغام لري. ښاغلي صافي سره مو مرکه کړې چې تاسې يې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now