Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان ضرب عضب نظامي عملياتو کې ويجاړ شوي کورونه او ودانۍ لا اوس هم ندي رغول شوي

Miramshah

د وزيستان اوسيدونکي له حکومت څخه د خپلو ويجاړو شوو کورونو او کاروبارو رغونې غوښتنه کوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د وزيستان اوسيدونکي له حکومت څخه د خپلو ويجاړو شوو کورونو او کاروبارو رغونې غوښتنه کوي.


۲۰۱۴ کال کې د پاکستان نظامي عملياتو ( ضرب عضب) له يو ميليون ډير قبايلي خلک بې کوره کړه او د هغو زرګونه کورونه او کاروبارونه ويجاړ شول.

سره لدې چې يادو سيمو کې عمليات پای ته رسيدلي ولې اوس هم ډير شمير له بې ځايه شوو خلکو څخه خپلو کورونو ته ندي ستانه شوي او د هغوی په وينا کورونه او کاروبارونه يې په يادو عملياتو کې ويجاړ شوي.

د يادو عملياتو وروسته ځيني ځايي خلک ادعا کوي چې ددوی کورونه او کاروبارونه ټول ويجاړ شوي او پاکستاني پوځ پر خپل سره ځيني ځمکې خلکو ته ويشلي او يا يې پرې خپلې ودانۍ ابادې کړي.

دا مهال پيښور ښار کې د يادو سيمو خلک مظاهرې کوي او وايي، چې له دوی سره شوی ژمنې ندي پوره شوي.

د مظاهره کوونکو په وينا د ځينو ودانيو بيا رغونې لپاره د ۶۰ لکو کلدارو پريکړه يو ټاکل شوي کميسيون کړې وه ولې اوس ورته حکومت د ۱۵ لکو کلدارو وړانديز کوي چې ددوی په وينا دا دوی ته د منلو نده.

قبايلي اوسيدونکي وايي، چې يادو نظامي عملياتو ددوی هر څه ويجاړ کړي او بيرته ابادولو لپاره يې حکومت خپلې ژمنې نه پوره کوي.

تاسو ته د مظاهره کوونکو غږونه زمونږ همکار اسلام ګل افريدي راخيستي چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now