ناشناس او سياسنګ څرګندونو ته اسټراليا کې د ميشت ليکوال او پوهنتون استاد علمي ځواب

Pata Khazana, Nashnash, Siasang

Pata Khazana, Nashnash, Siasang Source: SBS Pashto

د پښتنو تاريخ تر ټولو معتبر تاريخي کتاب "پټه خزانه" په اړه پدې وروستيو کې ناسمو څرګندونو په ټولنيزو رسنيو کې تاوده بحثونه راپارولي.


د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت" ناشناس" د پښتنو تاريخي هويت په اړه له ناسمو او بې علمه څرګندونو د پښتنو غوصه راپارولي، ولې له بي بي پښتو سره ځانګړې مرکې کې ناشناس ويلي چې د احمد شاه بابا او هم پټې خزانې په اړه يې خبرې ناسمې وې.

داچې پټه خزانه څومره پښتنو لپاره ارزښت لري او د ياد تاريخي اثر له چاپ وروسته څومره کوښښ شوی ترڅو ددې تاريخي لاسته راوړنې مخې ته خنډونه جوړ کړي، اس بي اس پښتو خپرونې د ادبياتو استاد او ليکوال ډاکټر احسان آذري سره چې د اسټراليا په يو پوهنتون کې استاد دی مرکه کړې.

ښاغلی آذري وايي، پټه خزانه پښتنو لپاره لکه د الفبا ارزښت لري او همدا تاريخي اثر دا ثابتوي چې پښتنو شاخوا ۱۰۰۰ کاله وړاندې ليک او لوست کاوه او هم پر خپل ژبه يې ليکنې کولې.

Dr Ehsan Azari
Dr Ehsan Azari Source: Dr Ehsan Azari fb

کله چې په کال ۱۹۷۵ کې لومړي ځل لپاره پټه خزانه چاپ شوه نو لومړي ځل لپاره ايران کې ليکوالانو د ياد اثر خلاف څرګندونې پيل کړې هغه ځکه چې پټه خزانه بنسټيز اثر وه.

د پټې خزانې په اړه بهرنيو ليکوالانو هم ليکنې کړي.

د ليکوال صبور سياسنګ په اړه ښاغلي ډاکټر احسان آذري وويل، ده پخوا هم ډير وارې د پښتنو ضد ليکنې کړي ولې وروستي کتاب کې د ناشناس ورته کسانو څخه نقل يو ډير ناسم کار دی هغه ځکه چې ناشناس خپله اعتراف کوي چې د پښتو ادبيات او تاريخ دده تخصص ندی.

د پټې خزانې او هم احمد شاه بابا دورې په اړه پدې وروستيو کې ناسمو څرګندونو په ځواب کې ډاکټر احسان آذري له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرې کړي او ټولو برخو باندې يې رڼا اچولې.

ددې مرکې اوريدو وروسته به تاسې خپل تاريخ په اړه ډير مهم معلومات ترلاسه کړئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now