د اسټراليايي سناتورې سنا مجلس کې چادرې اغوستل په کلکه وغندل شو
پولین هنسن، رهبر حزب ملت واحد (One Nation) با برقع در مجلس سنا Source: AAP
د اسټراليا سنا مجلس کې د ون نيشن ګوند مشره پولين هنسون هغه وخت د سناتورانو او حکومتي چارواکو لخوا ترسختو نيوکو لاندې راغله کله چې اغلې هانسن په سنا مجلس چادرې واغوسته او مجلس کې له چادري سره ناسته وه. ولې بله خوا پولين هنسون خپل دې کار څخه دفاع کړې او ويلي دي چې دا کار يې امنيتي مسايلو او شته ګواښونو لپاره کړی او په اسټراليا کې د نقاب بندولو غوښتنه يې کړې. د اسټراليا د پارلمان غړي ټولو په يوه غږ د پولين هنسون ياد عمل غندلی. پولين هنسون د پارلمان سنا مجلس يوې ناستې ته له چادرې سره راغله او هلته خپل د خبرو وار رارسيدو پورې چادرې کې ناسته وه. ياد مجلس ته د اسټراليا حکومت لوی څارنوال وربلل شوی وه ترڅو امنيتي مسايلو په اړه له سناتورانو سره خبرې وکړي.وروسته بيا سناتورې هنسن خپله چادرې لرې کړه او ويول چې دا دې پارلمان پورې اړه نه لري.اغلې له چادرې لرې کولو وروسته د اسټراليا لوی څارنوان ته وويل چې ايا حکومت په پام کې لري چې امنيتي مسايلو په رڼا کې پر نقاب اغوستلو بنديز ولګوي.د اغلې په ځواب کې لوی څارنوال د پولين هنسن چادري اغوستو په غبرګون کې پر هنسون سختې نيوکې وکړې او د يادو نيوکو په پای کې د ليبر، ګرين او هم ايتلافي ګوند سناتورانو لوی څارنوال ته له خپل ځای پاسيدل او لاسونه يې ورته وپړکول.نور په رپوټ کې واورئ.
شریکول


