له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو له یوځای کیدلو وروسته هم د قبایلي سیمو اوسیدونکو ته د شخصي رسنیو د جوړولو حق ندی ورکړل شوی.
د پاکستان له جوړیدلو وروسته په تېرو ۷۱ کلونو کې د پاکستان د قبایلي سیمو له اوسېدونکو څخه دغه حق اخیستل شوی ترڅو وکولای شي د ورځپاڼې، راډیو او تلویزیون جواز ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځیده خو تراوسه د دغې سیمې اوسیدونکو ته د شخصي رسنیو د جوړولو حق ندی ورکړل شوی.
پدې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په راپور کې واورئ.
شریکول






