په نیو ساوت وېلز ایالت کې د افغانانو ټولنه په پام کې لري ترڅو په راتلونکې کې تر دې ستر نندارتون جوړ کړي.
د استرالیا په سیډني ښار کې د افغان هنرمندانو د ښکلو هنرونو نندارتون د لومړي ځل لپاره جوړ شو. په دغه نندارتون کې د یو شمېر پیژندل شویو افغان هنرمندانو ښکلي اثار نندارې ته وړاندې شوه چې سلګونه کسان یې لیدلو ته ورغلي وو.
په یاد نندارتون کې د ګوتو په شمار هنرمندانو آثار نندارې ته وړاندې شوي وو، خو د نیوساوت ویلز ایالت د افغانانو د ټولنې مشر، نادر اعظمي له ټولو افغان هنرمندانو څخه غوښتنه لري چې له دوي سره اړیکه ونیسي ترڅو په راتلونکې کې د ټولو افغان هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندې کړل شي.

د استرالیا د نیو ساوت ویلز ایالت، د افغانانو د ټولنې مسولین وایي چې دغه ټولنه په پام کې لري ترڅو په راتلونکې کې د افغان هنرمندانو د اثارو د نندارې لپاره تر دې ستر نندارتون جوړ کړي.
د اس بي اس راډیو خبریال د دغه نندارتون په اړه د نیو ساوت ویلز ایالت له مشر ښاغلي نادر اعظمي او په سیډني کې له مېشت افغان ښاغلي محمد عمر وردګ سره مرکه ترسره کړې. تاسو کولای شئ دلته یې واورئ.





