د یوه نوي قانون له تصویب وروسته کیدای شي په لسهاوو زره ګډوال بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

New Law

Migrants who have committed crimes with a maximum sentence of at least two years jail will automatically fail the character test. Source: AAP

د نوي قانون طرحه تېره میاشت د استرالیا د حکومت لخوا فدرال پارلمان ته استول شوی خو تر اوسه پورې نده تصویب شوې.


د استرالیا حکومت غواړي ترڅو د ویزې ترلاسه کولو لپاره د”کرېکټر ټیست“شرایط نور هم سخت کړي. له دغه کار سره کیدای شي په لسهاوو زره کډوال د استرالیا ویزې له لاسه ورکړي او بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي. د ”کرېکټر ټیست“په ترسره کولو سره د استرالیا حکومت د هغو کسانو شخصیت معلوموي چې د استرالیا ویزې لري او یا هم غواړي د دغه هېواد ویزې ترلاسه کړ.

د استرالیا د فدرال پارلمان غړي او د کډوالو وزیر، ډېوېډ کولمن د نوي قانون طرحه تېره میاشت پارلمان ته سپارلي خو تر اوسه پورې تصویب شوې نده. د دغه قانون له تصویب سره به د ټولو هغو کسانو غوښتنلیکونه رد شي چې د محکمې لخوا مجرم پېژندل شوي دي او غواړي‌ داسترالیا تابعیت یا ویزه ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ به د هغو کسانو ویزې هم رد شي چې اوسمهال په استرالیا کې ژوند کوي او کیدای شي بېرته خپل هېواد ته هم واستول شي.

د قانون د نوې طرحې په اړه لا ډېر مالومات په راپور کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now