پاکستان کې له افغان کډوالو سره چې له څه باندې څلور لسېزو راپدیخوا هلته اوسي، ددغه هیواد د پولیسو د چلند او د هغوی د بشري وضعیت په اړه په افغانستان او پاکستان کې اندیښنې په زیاتېدو دي.
د راپورونو له مخې له تیرې څو ورځو راپدیخوا پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په سند او کراچۍ ښارونو کې لسګونه افغانان نیولي او په دې پلمه يې زندانونو ته اچولي دي چې ګڼي قانوني اسناد نلري.
ددغه افغانانو چې ویل کیږي ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي شمېر يې ۱۴ سوه تنو ته رسیږي چې ډیري هغه يې کراچۍ کې بندیان دي.
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند په افغانستان کې دننه او بهر د کڼو افغانانو او همدارز په پاکستان کې هم د پښتنو شدید غبرګونونه را پارولي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي همدا تېره اوونۍ په دې تړاو له اسلام اباد وغوښتل چې له نړیوالو قوانیو او بشري حقونو سره سم دي د یوه ښه کاونډي په توګه چلند وکوي.
کرزي له ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې پاکستان کې دې د افغان کډوالو د ژوند د شرایطو د سمون په پار هڅې وکړي او دهغوی د حقونو دفاع دې وکړي.
د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پشتین هم له پاکستاني چارواکو غوښتي چې باید د افغانانو نیول او سپکاوي بند کړي.
خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ددغه افغانانو له نیولو د پاکستاني چارواکو هدف څه دی؟
د چارو یو شمېر شنونکي کې په دې اړه بیلابیل لید لوري لري, بشپړ رپوټ واورئ.



