.دا خبرې له هغه وروسته مطرح کيږي چې د نومبر په ۹ يو سوماليايي الاصله اسټراليايي د ملبورن ښار په زړه کې ځيني کسان په چړو ووهل او يو کس يې وواژه
.داسې رپوټونه ورکړل شوي چې له يادې پيښې وروسته ياد ايالت کې ځيني مسلمانان عامه ځايو کې ځورول شوي
.ياد ايالت کې مسلمانې ميرمنې کوم چې ټيکري په سر کوي له يو لړ ځورونې سره مخ شوي
د اسټراليا ويکټوريا ايالت پوليسو لوړ پوړی افسر ستوارت باتسن د اسټراليا پوليسو او نورو قومي ټولنو ترمينځ د اړيکو کليدي او مهمه دنده پر مخ وي
له هغه وروسته چې سوماليا کې زيږيدلي حسن خليف شير ملبورن ښار کې مرګونی بريد ترسره کړ، ياد افسر له افريقايي ټولنو سره په دورامداره توګه ليده کاته کوي او هغو ته يې د پوليسو لخوا پوره همکارۍ ډاډ ورکړی
ښاغلي له اس بي اس سومالي پروګرام سره ځانګړې مرکې کې له ياد بريد وروسته پر مسلمانانو ټولنې د ځورونې او بريدونو خبر څخه پرده پورته کړه او ددې خبرې پخلی يې وکړ چې ياد ايالت کې پر مسلمانانو ځيني بريدونه شوي
ښاغلي دا هم وويل چې دا د يو فرد کار وه او مسلماني ټولنې بايد د ياد بريد لپاره پړ ونه ګڼل شي.
بشپره مرکه او تيار شوی رپوټ دلته واورئ.