پوليو څاڅکي حرام نه بلکې د ماشوم شرعي حق دی
AAP Image- AP Photo-Rafiq Maqbool Source: AAP Image- AP Photo-Rafiq Maqbool
د عامي روغتیا چارواکي وايي، چې راون لمریز کال کې تر دې دمه د پولیو دري مثبتې پیښې د هیواد په کچه له دریو ولایتونو څخه راپور ورکړل شوي .د پوليو ضد پسرلنې سرتاسري کمپاین پرانیسته وشوه چې پکې د روغتيا چارواکي ترڅنګ ديني عالمانو او هم قومي مشرانو ګډون کړی وه. وينا والو په جنک کي له ښکیلو غاړو وغوښتل تر څو ددي پروګرام بې پري توب ته جدي پاملرانه وکړي او د وکسیناتورانو ددندې پرمهال ورته خنډ رامنځته نه کړي.بل لور ته د کوچیان چارو د سمون رییس له خلکو غواړي چې خپل ماشومان ته د پولیو ضد د څاڅکي واکسین ورکړي.ددي ترڅنکه یو شمیر علما بیا د پولیو یو قطره واکسین حرام نه بلکې د ماشوم شرعي حق بولې او ټینګار کوي چې د پولیو په تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د علماو په کډون هر یو باید په خپله دنده ترسره کړي.عبدالروف ځاځی يادې موضوع په اړه رپوټ برابر کړی چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.
شریکول



