پاکستان کې په ۲۰۱۰ کال سختو سيلابونو راوتلو وروسته د کابل او سوات سيندونو تر غاړه حکومت ديوالونه جوړ کړل کومو چې پدې وروستيو سيلابونو کې د زرګونو خلکو ځان او مان وژغوره.
د ۲۰۱۰ کال سيلابونو وروسته حکومت او ځايي خلکو پريکړه وکړه ترڅو ځينو مهمو سيمو کې خونديتوب لپاره ديوالونه جوړ کړي.
د سوات او کابل سيند تر غاړو په کال ۲۰۱۵ کې ديوال جوړيدل پيل شو چې لا تر اوسه د سيلابونو پر وړاندې ديوالونو جوړيدل روان دي.
چارواکي وايي تر اوسه يې ۱۰۵ کيلو متره ځای ځای خونديتوب ديوالونه جوړ کړي کومو چې وروستيو سيلابونو کې د ډيرو خلکو ژوند وژغوره.
چارواکي وايي، د ځايي خلکو لخوا ديوالونو جوړولو لپاره ځيني خلک خپل ځمکې نه ورکوي او همدا وجه ده چې هماغو سيمو کې اوبو لوړې سطحې ته رسيږي او پر ودانيو راځي.
اسلام ګل افريدی بشپړ رپوټ لري او د ځايي خلکو او چارواکو غږونه په رپوټ کې ځای شوي.
بشپړ رپوټ واورئ.




