د قبايلو اوسيدونکي دواړه امنيتي ادارو او طالبانو له لورې له فشارونو سره مخ دي

Federally Administered Tribal Areas

Source: Wikimedia Commons

قبايلو سيمو کې نا امني ډيره شوې او اوسيدونکي دواړه د اورپکو طالبانو او حکومت دواړو له فشارونو سره مخ دي.


د قبايلو سيمې مشر خبريال خادم افريدي د پاکستاني امنيتي ادارو لخوا نيولو وروسته په رسمي پاڼو کې د يو ستر ترهګر نيولو خبر خپور شو ولې بيا د مظاهرو او ځايي خلکو غبرګون وروسته دا خبرونه له رسمي پاڼو لرې شوي ولې خادم افريدي لا اوس هم په زندان کې دی.

د قبايلو ځايي خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی او وايي، د عامو خلکو نيولو او ځورولو مخه بايد ونيول شي.

ويل کيږي ۱۲ کاله وړاندې د خادم افريدي په نامه نيولو يو امر ورکړل شوی وه ولې د امنيتي ادارو لخوا اقدام اوس شوی او مشر خبريال يې نيولی.

مظاهره کوونکي وايي، خبريالان بايد خوندي اوسي او د قبايلو سيمو نا امني کولو او خلکو په نښه کول لړۍ دې بنده شي.

خادم افريدي د پريس کلب يا خبريالانو خونې دوه کلونو لپاره مشر هم پاتې شوې.

اسلام ګل افريدي له پيښور څخه رپوټ لري.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now