د پاکستان حکومت د وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو پرېکړه کړې ده. سره لدې چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تر دې وړاندې هم څو ځله عملیات ترسره شوي، دا لومړی ځل دی چې عامو خلکو او سیاسي ګوندونو له دغو عملیاتو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د سیاسي ګوندونو ترڅنګ ځوانانو هم په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر ضد لاریون ترسره کړی دی.
د اس بي اس پښتو خبریال د همدغې موضوع په اړه یو رپوټ را استولی دی. لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




