په سویډن کې د قران کریم د سوځولو د وروستۍ پېښې په غبرګون کې په پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د اعتراضونو څپې خپرې شوې دي. د سپېڅلي کتاب بې حرمتي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو غوسه راپارولې ده، او د عدالت او مذهبي احساساتو د درناوي لپاره پراخ لاريونونه رامنځته شوي دي.
دا پېښه په سویډن کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوې افراطي عيسوي مذهبي شخص چې له عراق څخه سويډن ته مهاج شوی د لوی اختر په ورځ جومات مخې ته د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړ.
د نوموړي دې عمل خبرونه په چټکۍ سره خپاره شول کوم چې د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د غصې او غندنې لامل شو.
په پاکستان کې په زرګونو مظاهره چیان سړکونو ته راووتل او د قرآن کریم د سپکاوي په ضد یې خپل غږ پورته کړ. په لویو ښارونو کې مظاهرې وشوې، چې ګډونوالو یې د مسوولینو پر وړاندې د چټک اقدام او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو غوښتنه کوله. لاریون کوونکو د مذهبي متنونو د حرمت د ساتنې او د متقابل احترام او زغم د ودې لپاره د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه.
په سویډن کې چارواکو دا عمل غندلی او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي او ډاډ یې ورکړی چې له ښکېلو کسانو سره به قانوني چلند وشي. د سویډن حکومت د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار کړی او د دیني عقایدو او ارزښتونو د درناوي پر اړتیا یې هم ټینګار کړی دی.
پيښور څخه زمونږ همکار پدې اړه بشپړ رپوټ لري.




