پيښور کې د ښځو حقونو فعالان د افغان سفير لور ته انصاف ورکولو غوښتنه کوي

Pakistan

A photo of the Parliament building in Islamabad, Pakistan. Source: Pakistan Today

پاکستان کې د افغان سفير لور سلسله علي خيل تښتولو وروسته حکومت ځيني تورونه بيرته پر افغان چارواکو اچولي ولې به خوا بيا دخيبر پښتونخوا کې د ښځو فعالان سلسل علي خيل لپاره د عدالت غوښتنه کوي.


پاکستان کې د افغان سفرير نجيب الله علي خيل لور سلسه علي خيل تښتولو وروسته پر نوموړی تشدد کول افغان حکومت دې ته اړ کړ ترڅو له پاکستان څخه خپل ټول ديپلوماتان بهر کړي.

دا پداسې حال کې ترسره کيږي چې د پاکستان حکومت د بشپپړې همکارۍ ډاډ ورکړی ولې به خوا د ځينو پاکستان چارواکو څرګندونو بيا د افغان حکومت کلک غبرون پارولی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان ترميځ سياسي اړيکې ډيرې اغيزمنې شوي او لدې سره په افغانستان کې جګړې هم شدت اخيستی او افغان ځواکونه د ظالبانو لا ډير پرمختګ مخې نيولو هڅه کوي.

د خپواک ادارې لخوا پيښور کې لاريون ترسره شو او سلسلې علي خيل لپاره د حق غوښتنه وشوه.

له يادې مدافع ادارې څخه سياله يوسفزی وايي، که سلسه علي خيل لپاره حق غوښتل د پاکستان سياسيونو له لارې له پاکستان سره خيانت هم ګڼل کيږي دوی به خپل مبارزې ته ادامه ورکوي.

اغلې وايي، پاکستان کې ر چا سره ناوړه چند ترسره کيدو وروسته يې بايد پر وړاندې غبرګون وښودل شي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدی لا ډير معلومات لري چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

منصور احمد خان وزارت ته وغوښتل شو

واک لاريون

سياله يوسفزی: د ښځو په توګه يې مونږ ژغورنه کوو او د ښځو پر وړاندې ناوړه کړنو غندنه کوو.

ظلم چې له هر چا سره کيږي هغه بايد وغندل شي.

د يادې پيښې غندل پدې معنی نده چې مونږ د هيواد خلاف دريځ لرو.

ملګري ملتونه او نورې ادارې دې هم د يادې پيښې پلټنه وکړي.

پپاکستاني چارواکو ياده پيښه ناسمه بللې

د هند استخباراتو لار

د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service