عدنان شینواری درې نیمې میاشتې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولی وو خو دوه ورځې وړاندې یې مړی کورنۍ ته سپارل شوی.
عدنان شینواری د خیبر پښتونخوا اوسیدونکی وو، نوموړی درې میاشتې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوو خو د تېرې جمعې په ورځ وژل شوی او مړی یې کورنۍ ته سپارل شوی.
د شینواري له وژل کېدو وروسته لاریون کونکو د خیبر په لواړګي سیمه کې د افغانستان لاره بنده کړې. پدې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په راپور کې واورئ.
شریکول





