د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيول کيدل د پاکستان په ګډون د نړۍ يو شمير هيوادونو کې يې بيلابيل غبرګونونه راپارولي.
اسټراليا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مسئول ننګيال علي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، د پاکستان د پوځ نوي وياند خپل تازه وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپلو ګواښ کړی وه.
ښاغلي ننګيال په وينا، منظور پښتين نيول پاکستان لپاره د ګټې پر ځای ډير تاوان رسوي چې لدې خبرې څخه پاکستاني مشرتابه بې خبره دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر خپلو پلويانو غږ کړی ترڅو دې له تاوتريخوالي کار وانخلي.
ښاغلی ننګيال وايي، پاکستاني امنيتي چارواکي غواړي ترڅو پښتانه وپرځوي او تاوتريخوالي ته يې وهڅوي ترڅو د پښتنو ځپلو لپاره دوی ته پلمه پيدا شي.
په پام کې ده د پاکستان په ګډون د نړۍ يو شمير هيوادونو کې او هم اسټراليا کې منظور پښتين نيولو خلاف پراخ لاريونونه ترسره شي.
تاسې د ښاغلي ننګيال علي بشپړه مرکه دلته واورئ.





