د پاکستان شمالي وزيرستان خړ کمر پيښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو نيول او يادې پيښې کې د پښتون تحفظ موومنټ ملاټرو وژل کيدل د پاکستان په ګډون د نړۍ بيلابيلو هيوادو کې پښتانه مظاهرو ته اړ کړل او د ياد غورځنګ پر وړاندې د پاکستاني پوځ وروستي دريځ خلاف يې مظاهرې وکړې.
د پاکستان محکمې د پښتون تحظ موومنټ (پښتون ژغورنې غورځنګ) دوه مخکښ کړي او د پارلمان غړي دواړه محسن داوړ او علي وزير د لا نور پلټنې لپاره زندان ته واستول.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې علي وزير او محسن داوړ د پاکستان حکومت خلاف ويناوې کړي او بله خوا پوځ پر يادو کسانو دا تور هم لګوي چې ددوی ملاتړو شمالي وزيرستان خړ کمر سيمه کې پر پاکستاني پوستې بريد کړی او پاکستاني پوځيان يې ټپيان کړي.
د پښتون تحفظ موومنټ د پاکستان د پوځ دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې ددوی ملاتړو سره وسلې نه وې او پې ټي ايم ادعا کوي چې پاکستاني پوځ پرې له شا خؤا ډزې وکړې او ددوی ۱۴ ملاتړي يې ووژل.
د پاکستاني پوځ او پشتون تحفظ موومنټ تر ميځ کړکيچ زور اخيستې ، د پاکستان سياسي ګوندونه او هم بشري حقونو ادارې د پې ټي ايم د غړو نيول غندلي او د وزيرستان د پيښې پلټنې غوښتنه کوي.
د نړۍ ځينو نورو هيوادو په ګډون دلته اسټراليا کې هم د پې ټي ايم ملاتړو د اسټراليا سيدني ښار کې مظاهره وکړه. تاسو ته مو د مظاهرې ګډوالو خبرې راخيستي ، پدې رپوټ کې يې اورئ.