د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
د قوش تیپې کانال له جوړېدو سره هم مهاله د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونو په ځانګړې توګه ازبیکستان او قزاقستان د دغه کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.
تازه د قزاقستان د اوبيزو سرچينو مرستيال، اصلان عبدالرحيم اوف په افغانستان کې د دغه کانال د جوړېدو په اړه خبردارى ورکړى. هغه ويلي، چې د دغه کانال جوړېدل کولاى شي د قزاقستان د اوبو مديريت له ګواښ سره مخ کړي.
تر دې وړاندې ازبکستان هم د دغه کانال د جوړېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.
د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د قوش تیپې او بل هر ډول کانال جوړېدل، هېواد کې د اوبو سرچینو د استفادې په برخه کې د افغانستان حق بولي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




