افغانستان: عام افغانان په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي

Untitled design.png

د افغانستان بانک وايي، راون کال يې درې میلیارده زاړه افغاني بانکنوټونه سوځولي دي.


په افغانستان کې د نورو اقتصادي ستونزو ترڅنګ، په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو شتون د خلکو لپاره د پېر او پلور پر مهال جدي ستونزې را ولاړې کړې دي.

یو شمېر عام افغانان وایي، زړې پیسې د ورځنیو راکړو ورکړو پر مهال د دوی لپاره لوی سرخوږی ګرځېدلی او ډېری وخت د توکو د پېر او پلور بهیر ټکنی کوي.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو اس بي اس پښتو ته ویلي، سره له دې چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه بازار ته عرضه شوي، خو لا هم په بازارونو کې زړې افغانۍ کارول کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک وایي، چې د زړو بانکنوټونو د راټولولو لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

د دغه بانک په وینا، روان کال يې تر دې دمه شاوخوا درې میلیارده زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځول شوې دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري اس بي اس پښتو ته ویلي، چې د بازار اړتیاوو او د پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره، د سوځول شویو افغانیو پر ځای په هماغه اندازه نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service