اقتصادي شنونکي په افغانستان کې د نویو فابریکو فعالیت د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره مهمه ګام بولي

New blanket factory opens in Kabul creating jobs and boosting local economy

A laborer works at Bakht blanket factory in Kabul, Afghanistan, 27 November 2024. Source: EPA / SAMIULLAH POPAL/EPA/AAP Image

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې کابو څلور نیم زره تولیدي فابریکې په بېلابېلو سکتورونو کې فعالیت لري چې زرګونه کسان په کې په کار بوخت دي.


په افغانستان کې د ځینو سوداګرو له لوري په دې وروستیو کې یو شمېر نوې تولیدي فابریکې جوړې شوي او تازه يې په فعالیت پیل کړی دی.

دغه فابریکې چې د افغان سوداګرو لخوا په ځانګړې ډول د اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونه برابرولو په موخه جوړې شوي، فعالېدو سره يې سلګونو کسانو ته پکې د کارکولو زمېنه برابره شوې ده.

په تازه جوړو شویو فابریکو کې، د درمل جوړولو، کمپلو، کاغذ، قلمونو، غیر الکولي مشروباتو او ځینې نورې تولیدي فابریکې شاملې دي چې، په کابل، میدان وردګ، فرا او هرات ولایتونو کې يې په فعالیت پیل کړی.

ددغو فابریکو له ډلې کابل کې د کمپلو د تولید یو تازه پرانیستل شوې فابریکه ده چې د ۹۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړه شوې.

د کمپلو دغه فابریکه چې دا مهال په ورځني ډول د دوه زره کمپلو د تولید وړتیا لري لسګونه کسانو ته په کې د کار کولو زمېنه برابره شوې ده.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واوروئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now