د ملبورن ښار په ډنډینانګ کې یو ځل بیا د روژې په مناسبت شپنی بازار جوړ شوی چې د "رمضان نایټ مارکېټ" په نوم یادېږي.
دغه بازار د کلتوري تنوع د نمانځنې ترڅنګ د ټولنې د بېلابېلو غړو د یوځای کېدو او تفریح لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.
په ډنډینانګ کې د روژې په مناسبت جوړ شوی فېسټیوال د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه پیل شوی چې د مارچ تر ۱۵مې نېټې به دوام ولري.
د ملبورن په ډنډینانګ کې شپنی بازار د Bright Community Organisation په نوښت جوړ شوی دی. د دغې ادارې مشر احمد غوثي اس بي اس پښتو ته ویلي چې تېر کال ۳۵۰ زره کسانو له دې بازار څخه لیدنه کړې او سږکال تمه لري چې شاوخوا یو میلیون کسان له دغه بازار څخه لیدنه وکړي.
هغه زیاتوي چې څو کاله مخکې سېډني ته د سفر پرمهال یې د دې بازار د جوړولو نمونه واخیستله او په لږ توپیر سره یې په ډنډینانګ کې جوړ کړ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.











