اسټراليا کې به له راشد خان سره بل افغان کريکټر مرسته وکړي

SBS Source: SBS
د اسټراليا داخلي سيالۍ چې بيګ باش باندې مشهوره دي په۲۰۱۱ کال کې پيل شوې چې ۸ لوبډلې پکې لوبيږي.يادو سياليو کې بهرني لوبغاړي هم لوبيږي ولې له نورو هيوادو څخه د بيګ باش لوبې پدې توپير لري چې بهرني لوبغاړي نه ليلام کيږي بلکې بهرنيو لوبغاړو سره قرارداد لاسليک کيږي.راروانو سياليو کې لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبيږي او د اډيليډ سټرايکر لوبډلې له راشد خان سره قرارداد لاسليک کړ.اډيليډ سټرايکر سره له راشد خان څخه مخکې يو بل افغان کريکټرعثمان صافی هم قرارداد لاسليک کړی وه، عثمان صافی اسټراليا اډيليډ ښار کې ميشت دی ولې له ټپي کيدو وروسته ونه توانيده چې اډيليډ سټرايکر لپاره کومه لوبه وکړي.ښاغلی عثمان اډيليډ سټرايکر لوبډلې لپاره کومه لوبه ونه کړه ولې تر اوسه ورسره ښې اړيکي لري.عثمان صافی د راشد خان هرکلي ته په تمه دی او غواړي چې راشد خان ته د هغې لوبډلې او هم اسټراليا بيګ باش سياليو په اړه لا ډير معلومات ورکړي.له عثمان صافی سره مو مرکه کړې دلته يې واورئ.
شریکول




