Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د مولانا سميع الحق زوی وروستيو څرګندونو ته عوامي نيشنل ګوند او طالبانو غبرګون ښودلی

Hamed al haq

د پاکستان جماعت اسلام، عوامي نيشنل ګوند او طالبانو جنجالي خبرې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان جماعت اسلام، عوامي نيشنل ګوند او طالبانو جنجالي خبرې.


د اوکتوبر مياشت په ۲۶ نيټه د پيښور ښار دير کالوني په يو مدرسه کې چاودنې ۹ کسان ووژل او ځيني نور يې ټپيان کړل.

 د ياد بريد وروسته ځينو مذهبي مشرانو پر افغانستان او هند نيوکې کړی او تور يې پور کړې چې د مذهبي مشرانو وژنې شاته د يادو هيوادونو لاس دی.

مولانا سميع الحق زوی مولانا حامد الحق پاکستان کې د هدفي وژنو پړه افغانستان او هند حکومتونو اچولې چې  افغانستان دا تور په کلکه رد کړی.

بله خوا د پاکستان اوامي نيشنل ګوند غړي سردار حسين بابک بيا د مذهبي مشرانو پر داسې ويناوو نيوکې کړي او ويلي دي د پاکستان اسلامي ګوندونه دې د افغانستان داخلي مسايلو کې لاس وهنه نه کوي.

پاکستان کې يادې مسلې په ټولنيزو رسنيو کې بحثونه راپارولي.

بله خوا جماعت اسلام سند ډلې وياند مولانا يوسف شاه ويلي، د مولانا سميع الحق قتل بدل د هغه روحاني بچيو يعنې طالبانو افغانستان کې اخيستې.

د مولانا يوسف شاه يادو څرګندونو په ځواب کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، طالبان د هيچا روحاني بچي ندي او نه دې څوک د طالبانو داخلي مسايلو کې لاس وهنه کوي.

يادې مسلې په اړه زمونږ همکار اسلام ګل افريدي يو رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

 

 

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now