پاکستان کې وروستيو سيلابونو د نورو ويجاړيو ترڅو په سوات کې د نايابه کبانو فارمونه هم ويجاړ کړي.
ويل کيږي په سوات سيمه کې د ټراوټ کبانو فارمونه په اسيا کې بې ساري وو.
سوات کې وروستيو سيلابونو د ټراوټ کبانو له ۴۰۰ فارمونو څخه ۲۰۰ په بشپړ ډول ويجاړ کړي.
د فارمونو مالکان وايي، د کرونا ويروس وبا او بيا وروسته د اقليم بدلون او هم وروستيو سيلابونو دوی ته ستر تاوان اړولې.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي رپوټ چمتو کړی چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.



