د اسټراليا کورنيو چارو وزير: پناه غوښتونکي قصداً ځانونه ټپي کوي

Afghan internally displaced girl.

UNCHR dice che la metà dei 70,000 profughi al mondo sono bambini. (EPA) Source: EPA

اسټراليا کې يو ځل بيا د کډوالو او پناه غوښتونکو مسلې او ترڅنګ يې د حکومت سخت دريځ تاوده بحثونه راپارولي.


د اوسني حکومت په تيرې دورې کې يوې خپلواکې پارلمان وکيلې يو داسې قانون پارلمان ته وړاندې کړ د کوم له مخه چې بيمار کډوال د اسټراليايي کډوالو توقيف ځايو څخه هر يو نارو او پاپو نيوګيني اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل کيږي.

هغه وخت کې د ياد قانون خلاف حکومت ډيرې هلې ځلې وکړې چې د پارلمان او سنا مجلسو څخه د ياد قانون تصويب کيدو  مخه ونيسي ځکه د حکومت په وينا لدې قانون سره به يو ځل بيا انساني قاچابران د کښتيو له لارې د پناه غوښتونکو راوړل پيل کړي.

ولې سره د حکومت کوښښونو ياد وړانديز شوی قانون له پارلمان او سنا مجلسو څخه تصيوب شو.

اوس حکومت د ياد قانون له مينځه وړلو خبر کوي چې دا کار يو ځل بيا د کډوالو په اړه تاوده بحثونه راپارولي.

تاسو ته مو بشپړ رپوټ تيار کړی چې کولی شئ د حکومت له راتلونکو پلانو هم ځان خبر کړی.

بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now