Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د کډوالو اوونۍ څه ته وايي او ولې هر کال لمانځل کېږي؟

Refugee Week 2022

هر کال په میلیونونو انسانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په جبري ډول بې ځایه کېږي ترڅو د ژوند لپاره خوندي ځای پیدا کړي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


هر کال په میلیونونو انسانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په جبري ډول بې ځایه کېږي ترڅو د ژوند لپاره خوندي ځای پیدا کړي.


په آسټرالیا کې د کډوالو اوونۍ  هر وخت په هغې اوونۍ کې لمانځل کېږي چې د جون ۲۰ نېټه په کې راشي. د کډوالو اوونۍ د یکشنبې له ورځې پیلېږي او د بلې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې دوام پیدا کوي.

په روان کال کې د کډوالو اوونۍ د یکشنبې یعنی د جون له ۱۹ نېټې څخه پیل شوې او د شنبې تر ورځې پورې چې د جون ۲۵ نېټه کېږي دوام کوي.

په آسټرالیا کې د کډوالو اوونۍ لومړی ځل په ۱۹۸۶ کې د آسټ کییر لخوا لمانځل شوې، مګر په ۱۹۸۷ کال کې د آسترالیا د کډوالو شورا هم په کې شریکه شوې او له هغه یوه کال وروسته په یوې ملي اوونۍ بدله شوې.

Multicultural Refugee Week Festival
Source: SBS

آغلې کماره وايي چې هر کال د کډوالو اوونۍ یوه موضوع لري ترڅو د هغې موضوع په اړه چې په کډوالو اغیز لري د خلکو پوهاوی زیات شي.

هغه وايي سږکال یې موضوع شفا ده او دا د تېرو ۱۲ میاشتو انعکاس دی چې هر چا په کې / یو څه ننګونې درلودې.

هغه زیاتوي چې کوویډ موږ ته وښودله چې د انسانو ترمنځ اړیکې څومره مهمه دي.

د آسټرالیا د کډوالو د شورا اجراییوي مشره  آدمه کماره وايي د دغې اوونۍ د لمانځلو اصلي موخه د کډوالو د مثبت رول یادونه ده.

هغه وايي  "دا واقعاً یو فرصت دی ترڅو  په آسټرالیا کې د کډوالو ټولنو مثبت انځورونه وړاندې کړو."

مهرباني‌ وکړئ پدې اړه لا‌ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now