Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې يو افغان له نورو کډوالو سره ځانګړو مرستو لپاره د کډوالو اونۍ سفير ټاکل شوې

Maher Momand CEO, ROA

ماهر مومند درې ځل کډوال شوې او د ژوند ډير وخت يې هم کډوالی کې تير کړی، ولې اسټراليا کې نورو کډوالو ته ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره نوموړی د کډوالو اونۍ سفير ټاکل شوی.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


ماهر مومند درې ځل کډوال شوې او د ژوند ډير وخت يې هم کډوالی کې تير کړی، ولې اسټراليا کې نورو کډوالو ته ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره نوموړی د کډوالو اونۍ سفير ټاکل شوی.


ماهر مومند چې خپله درې ځل کډوال شوی، اسټراليا ته له رسيدو وروسته يې کډوالو او مهاجرو لپاره د ميشتيدنې پروګرامونه پر مخ واچول.

ښاغلي مومند له دريو کلونو راهيسې اسټراليا کې د کډوالو د اونۍ سفير ټاکل کيږي.

ښاغلی موند وايي، د ژوند ۳۰ کاله يې کډوال په توګه تير کړي او کډوالو له حالت څخه ښه خبر دی. 

ډيرو هيوادو ته د کډوالو تګ سره د هغوی ميشتيدنې مساله تر ټولو پيچلي وي، ولې د ښاغلي مومند د خدمتونو ځانګړتياوې دادي چې نوموړی کډوال اقتصادي اړخه بسيا کوي او کډوال پر خپلو پښو دروي.

اسټراليا د نړۍ له هغو شمير هيوادونو څخه دی په کوم کې چې ډير شمير خلک له نورو هيوادونو څخه راغلي او دلته ميشت شوي.

ښاغلي مومند اسټراليا ته له رسيدو وروسته يې يوه مالي اداره پرانيستله او له هغې لارې يې کډوالو ته وړې قرضې ورکولی ترڅو هغوی خپل کاروبارونه پرانيزي.

د يادې ادارې برياليتوب سره پر مخ اچولو وروسته اوس ښاغلی مومند کډوال او مهاجر د اسټراليا له لويو ښارونو څخه نورو دويم درجه يا لرې ښارونو کې ميشتوي.

ښاغلی مومند وايي، اسټراليا کې ډير فرصتونه دي ترڅو خلک چې هر ډګر کې وغواړي تر کار واخلي، دلته خلک کولی شي په خوښه ځانته کاري مسلک غوره کړي.

اسټراليا کې دا مهال زرګونه کډوال او پناه غوښتونکي له نا معلوم راتلونکي سره مخ دي، ولې د ښاغلي مومند په وينا، داسې کسان که چيرې يوه ورځ اسټراليا کې هم اوسيږي نو له فرصتونو څخه دې کار واخلي، زده کړې دې وکړي او يا دې ځينو ځايونو کې رضا کاره کار وکړي.

کډوالو حالت او هغوی ته شته فرصتونو په اړه مو له ښاغلي مومند سره مرکه کړې، چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now