اسټراليا کې د زرکونو په شمير خلک غلامۍ سره ژوند کوي
Papa42/GettyImages Source: Papa42/GettyImages
اسټراليا کې د بيلابيلو مذاهبو مشران له حکومت څخه غواړي چې ياد هيواد کې دې غلامي ختمه کړي او داسې قانون دې رامنځته کړي کوم چې خلک او کاروبارونه دې ته وهڅوي چې غلامی په شان حالت رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.دوی يوه ټولنه جوړه کړې چې د Australian freedom Network په نامه ده او حکومت او کاروبارونو ته يې ليک استولې چې له هغه قانون څخه دې ملاتړ وکړي کوم چې اسټراليا کې خلک له غلامی حالت څخه خلاصوي. دا ليک د ۱۸ مذهبي مشرانو لخوا ليکل شوې او يادو مشرانو کې عيسويان، مسلمانان، يهود، بودايان او هم هندوان شامله دي.هغوی په ګډه پدې ليک کې په هغه څه انديښنه څرګنده کړې چې وايي اسټراليا کې له مهاجرو څخه ډيره ناوړه ګټه اخيستل کيږي او هم هغوی اسټراليا کې جبري کار ته اړ ايستل کيږي او هلته ترې ناوړه ګټه پورته کيږي..دوی له حکومت او هم کاروبارونو څخه غواړي چې خپل پام يادې مسلې ته کړي او اسټراليا کې غلامي، د خلکو قاچاق، کاري برخه کې جنسي زور زياتی او هم د ماشومانو کار ته اړ ايستلو او هم واړه عمر کې د ماشومانو ودولو مخه ونيسي..د حکومت رسمي شميرې ښايي چې تيرو لسو کلونو کې ۵۰۰ کسان غلامی شکل سره اسټراليا کې اوسيدلي ولې بيا ددې برعکس نړيوالې شميرې ښايي چې اسټراليا کې ۴۳۰۰ کسان غلامی سره ژوند تيروي.
شریکول


