Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE starting June 12 2026

ديني عالمانو يو ځل بيا طالبان سولې ته راوبلل

taliban fighter by newsonline CC BY 2.0

taliban fighter by newsonline CC BY 2.0 Source: taliban fighter by newsonline CC BY 2.0

د افغانستان ديني عالمانو پر وسله والو طالبانو د سولې له پروسې سره د يوځای کېدو او دغه راز يې په قومونو د يووالي غږ وکړ.دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، چې هدف يې پر وسله والو د سولې غږ کول، له قومونو د يووالي غوښتنه او حکومت ته د سولې پروسې پر وړاندې د موجوده خنډونو د لرې کولو غږ کول دي.مولوي عزت الله عزتمند وويل، دا د ديني عالمانو يو مسوليت دی، چې د حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې لپاره زمينه برابره کړي.يو بل ديني عالم مولوي عبدالغفار وويل، قومي ، ژبني او سمتي تعصباتو ته لمن وهل د اسلام له نظره ناسمه کړنه ده او بايد له يادې چارې مخنيوی وشي.دیني عالمان په يوه غږ وويل، چې تر دې وروسته به د ممبرونو له لارې سولې ته کار کوي او وسله وال مخالفين به دې ته هڅوي، چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.عبدالروف ځاځي د ديني عالمانو غږونه راخيستي چې دلته يې بشپړ رپوټ اوريدلی شئ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdul Rauf Zazai, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د افغانستان ديني عالمانو پر وسله والو طالبانو د سولې له پروسې سره د يوځای کېدو او دغه راز يې په قومونو د يووالي غږ وکړ.دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، چې هدف يې پر وسله والو د سولې غږ کول، له قومونو د يووالي غوښتنه او حکومت ته د سولې پروسې پر وړاندې د موجوده خنډونو د لرې کولو غږ کول دي.مولوي عزت الله عزتمند وويل، دا د ديني عالمانو يو مسوليت دی، چې د حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې لپاره زمينه برابره کړي.يو بل ديني عالم مولوي عبدالغفار وويل، قومي ، ژبني او سمتي تعصباتو ته لمن وهل د اسلام له نظره ناسمه کړنه ده او بايد له يادې چارې مخنيوی وشي.دیني عالمان په يوه غږ وويل، چې تر دې وروسته به د ممبرونو له لارې سولې ته کار کوي او وسله وال مخالفين به دې ته هڅوي، چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.عبدالروف ځاځي د ديني عالمانو غږونه راخيستي چې دلته يې بشپړ رپوټ اوريدلی شئ.



Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now