SKIP TO MAIN CONTENT

په اسټرالیا کې د افغانستان د وضعیت په اړه کنفرانس جوړ شو

Copy of 2 WAY WEBSITE HEADER.png
Source: SBS_Somaya Shafiqi

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د پراخو بدلونونو او محدودیتونو شاهد پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو حقونو لګېدلو بندیزونو نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Somaya Shafiqi

سرچینه: SBS


Skip to podcast episode content

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان د پراخو بدلونونو او محدودیتونو شاهد پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او نورو حقونو لګېدلو بندیزونو نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.


د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د "افغانستان؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ شو.په دې کنفرانس کې یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو، پوځي چارواکو، پوهانو، خبریالانو او د افغان ټولنې استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت بحث وکړ او د افغانستان په اړه یې د اسټرالیا او نړیوالې ټولنې د تګلارو او دریځونو ارزونه وکړه.

د کنفرانس د تنظیموونکو په وینا، د دې ناستې موخه دا وه چې د افغانستان د اوسني وضعیت او د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات یې د اغېزو په اړه بېلابېل لیدلوري وڅېړل شي او د راتلونکو پالیسیو لپاره رغنده بحثونه ترسره شي.

د دغه کنفرانس په اړه اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې اورېدلی شئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.

د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now