Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د لوړېدو باوجود د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو لوړې بيې ​​

n00073225-b-1024x734-1-1024x570.jpg

طالبان وايي، د افغانستان په بازارونو کې مو احتکار او لوړې بیې کنټرول کړي دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


طالبان وايي، د افغانستان په بازارونو کې مو احتکار او لوړې بیې کنټرول کړي دي.


که څه هم د افغانستان په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، خو بیا هم د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان د بهرنیو اسعارو د تبادلې مرکز شهزاده سرای د معلوماتو له مخې پرون دوشنبه د اګست په ۴مه یو امریکايي ډالر شاوخوا ۸۰ افغانۍ تبادله کېده په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د یو ډالر بیه څه باندې ۸۸افغانۍ پورې رسېدله، خو لا هم عام افغانان په بازارونو کې د خوراکي توکو له لوړو بیو څخه شکایت کوي.

د کابل ښار اوسیدونکي بریالي اس بي اس راډیو ته په دې اړه وویل؛ سره له دې چې د پخوا په پرتله د ډالر بیه څو برابره ټیټه شوې خو لاهم ورځ تر بلې د لومړنیو خوارکي توکو بیي لوړیږي، چې دوی یې د اخیستلو توان نلري.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د خلکو کمزوري اقتصاد ته په کتو دي په بازارونو کې د خوراکي توکو بییو د کنټرول په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now