د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ترهګرۍ په اړه په خپاره کړی راپور کې چې د شنبې په ورځ يې خيور کړ ادعا کړې، چې لاهم په افغانستان کې یو شمېر هغه ډلې فعاله دي، چې فعالیتونه يې په سیمه کې متمرکز دی.
په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲ م کال کې په نړۍ کې ترورویستي فعالیتونو ته کتنه شوې ادعا شوې، چې په افغانستان کې االقاعده عناصر، داعش او په سیمه کې متمرکزې ترهګرې ډلې فعالې دي.
ددغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې داعش ډلې په افغانستان کې پر حکومتي چارواکو سربېره د عام افغانانو په ځانکړې توګه د اهل تشیع نښه کولو ته داوم ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې همدارز ویلي؛ ددې ترهګرو ډلو ځینې برخې لاهم په سېمه کې فعالې دي، چې په دې برخه کې د طالبانو هڅې ښکاره نه دي.
په راپور کې ویل شوي؛ چې د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان، تاجکستان او ازبکسنتان له پولو سره نږدې بریدونه کړي او له القاعده ډلې سره ځېنې ټړلې ډلې هم په افغانستان کې شته، خو له افغانستان پر لویدیځ د برید توان نلري.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه راپور په اړه بېلابېل لید لوري لري.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات د رحیم الدین اوریاخیل په رپوټ کې واورئ.



