د افغانستان په تړاو په دوحې کې یوه بله ناسته جوړېږي

Doha

Credit: Sebbe xy

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو دا دی دوه کاله په پوره کېدو دي خو لاهم د نړۍ هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دي پیژندلي.


د راون ۲۰۲۳ کال تر پای ته رسېدو مخکې په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتوني ګوتریش په مشرۍ د افغانستان په اړه د یوې ناستې لپاره تابیا راونه ده.

دا ناسته د تېرې هغې په تعقیب جوړیږي چې په کې به د افغانستان وضعیت په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي.

که څه هم تر اوسه ددغې ناستې د دقیقې نېټې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي خو داسې ویل کیږي چې دغه ناسته به د راون کال اګسټ میاشتې په وروستیو کې جوړه شي چې طالبانو ته به هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ دوحه کې تېره ناسته په مې مېاشت کې د ۲۰ هېوادونو استازو په حضور کې ترسره شوه، چې د افغانستان په راون وضعیت اندېښنه وښودل شوه او د بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشته يې توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر همغږې تګلارې ټینګار شوی وه.

هغه مهال د ملګرو ملتونو سازمان انتوني ګوتریش د افغانستان په تړاو د یوې بلې غونډې جوړیدو خبر ورکړی و.

که څه هم د افغانستان په اړه دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب د راتلونکې ناستې د اجنډا په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي اما د چارو یو شمېر شنونکي ددغې ناستې جوړېدو ته خوشبین دي.

د چارو دغه شنونکي د ملګرو ملتونو په نوښت ناستې چې تر ډېر په کې د افغانستان اړوند اندېښنې او ستونزې پکې شریکي شوي دي د افغانستان په ګټه بولي او وايي، که طالبانو ته په داسې ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي لرې نه ده چې ستونزو ته به حل لاره وموندل شي.

Peace talks between Afghans in Doha
Credit: Courtesy: Afghan ministry of state for peace

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now