مهم خبرونه:
- د طالبانو سرپرست حکومت تېره اوونۍ یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې په کلکه رد کړي چې ګڼې ددغه هېواد په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکیل دي.
- د ژغورنې نړیوالې کمېټې تېره اوونۍ خبردارۍ ورکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو د کمېدو له امله د اړمنو افغانانو شمېر کې ۶۰ سلنه زیاتوالي راغلی.
- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار تېره اوونۍ وویل، چې بهرنیو مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې باوجود امریکا په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان سره ۲.۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
- د بشري حقونو څار سازمان تېره اوونۍ وویل، د طالبانو له لوري په پراخه کچه پر رسنیو سانسور ډیر شوی او د خبریالانو په نیولو کې هم زیاتولی راغلی دی.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



