په تېرو دوو کلونو کې افغانان له کومو اقتصادي ستونزو سره مخ وه؟

Afghanistan

Source: AP

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمني دوه کلنه شوه، خو په دغه دوو کلونو کې په دې هېواد کې د نورو ستونزو ترڅنګ د فقر او غربت کچه خپل وروستۍ حد ته د رسېدو سربېره اقتصادي وضعیت خورا اغېزمن شوی دی.


د نړیوالو بشرپاله بنسټونو د راپورنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري خپل اوج ته رسېدلې او له همدې کبله افغانان له سخت ناورین سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختايي پروګرام "یو این ډي پي" په خپل راپور کې چې د روان کال د جولای میاشتي په ۲۱مه نېټه خپور کړی وه وویل؛ د ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو په عوایدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالي راغلي.

د نړیوالو بشرپالو بنسټونو د شمېرو له مخې له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واګ په لاس کې اخیستې په دې هېواد کې ۲۹.۲میلیونه وګړي بېړنو بشري مرستو اړه شوي او په زرګونه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او وزګاره شوي دي.

همدا تېره اوونۍ د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبردارۍ ورکړ، چې په افغانستان کې د بشري مرستو له کمېدو سره هم مهاله د اړمنو افغانانو په شمېر کې ۶۰ سلنه زیاتوالي راغلی.

ورته مهال عام افغانان هم وایي، د طالبانو له بیا راتګ وروسته یي روزګلر خراب شوی او د بې کارۍ له کبله په تنګ شوي او د ژوند د بقا لپاره څه په لاس کې نلري.

ډېری هغه افغانان چې خپل کارو بار یي له لاسه ورکړی وایي، فقر او غربت يي پر ژوند او ورځینو چارو سيوری غوړولی او روان حالت نور له زغمه وتلی بولي.

دوی زیاتوي اقتصادي وضعیت يي ورځ تر بلي خرابیږي او په خبره يي حکومت باید ژر تر ژره خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي ترڅو له هېواده د ځوانانو د تېښتي مخنیوی وشي.

مهرباني وکړئ پدې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service