د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن په سریلانکا کې پیلیږي

F4EhL6cWgAAUjpc.jfif

Credit: Twitter / Afghanistan Cricket Board

د کرېکټ نړیوالو یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې نن په سریلانکا کې د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ پیلیږي. د کرېکټ مینوال وايي له پاکستان څخه د لوبو ګټل یي له لویو هیلو څخه دي.


د کرېکټ نړیوالو یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې نن په سریلانکا کې د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبو لړۍ پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب پیلیږي چې د راونې اګسټ میاشتې تر ۲۶ نیټې پورې به داوم وکړي.

د دغو دریو ورځنیو لوبو لومړۍ سیالۍ نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته ۲ بجې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره کیږي او د پلان له مخې دواړه لوبډلې به د اګسټ په ۲۴ مه او ۲۶ نېټه دویمه او درېمه سیالي هم ترسره کړي.

Afghanistan Cricket Team
Afghanistan Cricket Team in a huddle Source: Getty / Getty Images

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې سره مخ کیږي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال ترسره کیږي چې د اسیا او نړیوال جام مهې سیالۍ هم را روانې دي.

د افغانستان کرېکټ بورد چارواکي وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د یادې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی نیولی او په خبره یي، دوی هیله مند دي چې دغه سیریز به په راتلونکو سیالیو کې د افغان لوبډلې په چمتووالي کې مرسته وکړي.

د کرېکټ بورد ویاند سید نسیم سادات اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د افغان لوبډلې مورال لوړ دی او تمه ده چې افغانستان دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

ښاغلي سادات دغه لوبلړۍ د افغان لوبډلې لپاره ارزښتاکه وبلله او په وینا يې؛ له پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو سیریز به د افغان لوبغاړو لپاره ګټور وي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوت کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now