مهم خبرونه:
- د افغانستان د خبریالانو مرکز تازه موندنو تېره اوونۍ وښوده چې په دغه هېواد کې د طالبانو لخوا پر رسنیو فشار ډیر شوی دی.
- د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو شمېر پوځیانو تېره اوونۍ د یوه پرانیست لیک له لارې د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې په افغانستان او کاونډیو هېوادونو کې د پخوانیو افغان پوځیانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
- د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیوټ تېره اوونۍ وویل، د افغانستان اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی.
- د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د امر بالمعروف ادارې د ښځېنه خیاطانو دوکانونه وتړل.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





