Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ایرلنډ سره د لوبو لپاره له نوي پلان سره ډګر ته ښکته کېږي

429916422_912493107547422_5174538662182724220_n.jpg

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راونۍ فبرورۍ میاشتې په ۲۸ مه له ایرلنډ سره د دریولوبلړیو لړۍ پیل کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راونۍ فبرورۍ میاشتې په ۲۸ مه له ایرلنډ سره د دریولوبلړیو لړۍ پیل کړي.


په دغو لوبلړیو کې یوه ټېست لوبه، درې یو ورځنې نړیوالې او درې شل اوریزې لوبې شامل دي، چې د فبرورۍ په ۲۸ مه به پیل شي او د مارچ مېاشتې تر ۱۸ مې نېټې به دوام وکړي.

ددغه لوبلړیو لومړۍ لوبه ټېسټ سیالۍ ده چې د فبرورۍ له ۲۸ مې پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۳ یمې نیتې پورې به دوام ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ددغه سیالۍ لپاره د فبرورۍ په ۲۶ مه خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په دغه نوملړ کې د لومړي ځل لپاره رحمن الله ګربز او خلیل ګربز ته پکې چانس ورکړل شوی.

په اعلان شوې لوبډله کې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ترڅنګ، اکرام علي خیل، ابراهیم ځدران، نورعلي ځدران، رحمت شاه، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، ظاهر پکتین، ضیااکبر، نجات مسعود، نوید ځدران او ابراهیم عبدالرحیمزی نور هغه لوبغاړي دي چې دغه نوملړ کې شامل دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله داسې مهال له ایرلنډ سره د دریو لوبلړیو لړۍ پیلوي چې تر دې وړاندې په سریلانکا کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پایله ښه نه وه او له یوې شل اوریزې لوبې پرته نورې ټولې لوبې يې بایلودي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now