د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو علت څه ده؟

01.jpeg

Credit: Shahed News

د افغانستان په بازارونو کې له تېري یوې اوونۍ راپدېخوا د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت مخ په لوړېدو روان دی.


د معلوماتو له مخې له تېرو اته ورځو راپدېخوا د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت تر درې سلنې لوړ شوی، چې دا مهال د افغانستان په ارزي بازارونو کې د یوه امریکایي ډالر بیه ۸۱ افغانیو ته راټیټه شوې، خو تر دې وړاندې بیا یو ډالر په ۸۸ افغانۍ تبادله کېده.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګاونډ کې د یو شمېر هېوادونو کرنسۍ په ځانګړي ډول پاکستاني کلدارو د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت څو برابره بایللی، خو افغانۍ نه یوازې دا چې خپل ثبات يې ساتلی بلکي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې درې سلنه ارزښت زیات شوی، چې دا مهال د افغانستان د بهرنیو اسعارو تبادلې مرکز شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۸۱افغانۍ تبادله کیږي.

د کابل ښار د شهزاده سرای ویاند عبدالرحمن ځیرک له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو علت د مرکزي بانک له لوري د منظمي پالیسۍ رامنځته کول او د تقاضا مطابق د ډالرو لیلامول، د بشري مرستو وېش، د ډبرو سکرو استخراج، په افغانیو د راکړي ورکړي مرجول او د صادراتو پیاوړتیا په ګوته کوي.

ښاغلي ځیرک زیاته کړه؛ له یوې اوونۍ راپدېخوا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت مخ په لوړېدو دی چې دا چاره د صرافانو د خوښۍ سبب هم شوې ده.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now