په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي، مګر طالبانو لا هم تر شپږم ټولګي پورته د افغان انجونو د ښوونځیو برخلیک د ټاکلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
نږدې څلور کاله کېږي چې طالبانو د افغان انجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي. افغان انجونې د طالبانو له حکومت څخه غواړي ترڅو د دوي پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتي چې د روښانه راتلونکې په موخه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دراوزې پرانیزي.
حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، زده کړې د هېواد د پرمختګ بنسټ دی او ځوانانو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





