د جمهوریت له سقوط وروسته یو زیات شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه استفاده بنده کړې وه. مګر د رویټرز خبري اژانس د یوه وروستي راپور له مخې، په ایران او منځني ختیځ کې له ترینګلي وضعیت وروسته چې فکر کیږي فضا يې ډېره خوندي نه ده، د نړۍ بېلابېلو هوايي شرکتونو د افغانستان پر فضا خپلې الوتنې زیاتې کړي دي.
ددغه راپور له مخې د سینګاپور ایرلانیز، برېټېش ایرلانیز او لوفتانزا هوايي شرکتونه اوسمهال د افغانستان له هوايي حریم څخه ګټه اخلي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ دغه شرکتونه اوسمهال د افغانستان فضا د یوې خوندي هوايي لارې په توګه د خپلو الوتنو لپاره کاروي.
په همدې حال کې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د پخوا په پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبوري الوتنو په شمېر کې دوه برابره زیاتوالی راغلی، چې له دې لارې هره ورځ لسګونه زره ډالره عاید لاسته راوړي.
ددغه وزارت ویاند امام الدین احمدي له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل چې پخوا په هرو څلوریشت ساعتونو کې د افغانستان له فضا تر ۱۱۰ عبورې الوتنې ترسره کېدې، خو اوس دغه شمېر ۲۶۵ ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاتوي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د بېلابېلو هوايي شرکتونو د ملکې الوتنو زیاتېدل د دې ښکارندوي کوي چې د افغانستان فضا خوندي ده او د ملکي الوتنو لپاره ښه او لنډه لاره ده.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



