'تدریجي مرګ': په کابل کې د هوا ککړتیا د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

324732982_1231167017813676_4096388584012468839_n.jpg

Credit: Facebook / Esmatullah Ebrahimi

په کابل ښار کې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ ککړه هوا هغه لویه ستونزه ده چې په تدریجې ډول د دغه ښار اوسیدونکو ژوند اخلي.


د نږدې اوو میلیونه وګړو دغه ښار، چې هر کال د ژمي په را رسېدو سره تر بل هر وخت يې هوا ډېره ککړیږي، ددې ښار د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ژمي په موسم کې سړا هوا او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې کابل میشت اوسیدونکي د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بې کیفیته سون توکو څخه ګټه اخلي، هغه څه چې د هوا په ککړتیا کې رغنده رول لري.

د کابل ښار اوسیدونکي وايي، د ورښت نه کېدل او بې کیفیته سون توکو سوځولو د ښار هوا په بې سارې ډول ککړه کړې، چې خلک يې د تنفسي ناروغیو ترڅنګ په نورو بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now