د طالبانو حکومت مشرتابه له لوري د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون توشیح کېدو وروسته په رسنیو یو لړ نوي محدودیتونه لګول شوي دي.
دغې قانون کې پر رسنیو د ژوندي موجوداتو انځورونو نه خپرېدو باندې بندیز لګول شوی، چې ورسره د افغانستان په ځینو ولایتونو کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونو درولي دي.
د طالبانو حکومت دې کړنې رسنیو په ځانګړې توګه انځوریزو رسنیو ته نوی سرخوږی جوړ کړی، چې دې چارې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.
له افغانستان څخه د باندې د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، طالبان د بیان پر ازادي او رسنیو د باور نه درلودلو له کبله پر رسنیو تازه محدودیتونه وضع کړي دي.
د دغه سازمان مشر حامد عبیدي اس بي اس پښتو سره خبرو کې په رسنیو کې د ژوندي موجوداتو انځور په خپرولو بندیز د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو خلاف کړنې تر څنګ انسان کرامت ته سپکاوی بولي.
ښاغلی عبیدي د اوسنۍ ټکنالوژي په عصر کې د دا ډول محدودیتونو وضع کول ناشوني بولي او وایي، طالبان له دې لارې د خلکو غږ نه شي خاموشه کولی.
نوموړی له طالبانو د رسنیو د ازادانه فعالیت او د بیان ازادي ته د درناوي غوښتنه کوي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



