Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

آیا له سیاسي جوړجاړي پرته هېواد ته د پخوانیو چارواکو ستنېدل به د افغانستان ستونزه حل کړي؟

فاروق وردګ

د وسله والو طالبانو لخوا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسون په بلنه یو شمېر پخواني چارواکي بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي. خو منتقدین له دې چارې په نیوکې سره وايي، له سیاسي جوړجاړي پرته ددغو کسانو ستنیدل به کومه اغیزه ونلري.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د وسله والو طالبانو لخوا له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسون په بلنه یو شمېر پخواني چارواکي بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي. خو منتقدین له دې چارې په نیوکې سره وايي، له سیاسي جوړجاړي پرته ددغو کسانو ستنیدل به کومه اغیزه ونلري.


له تیرې یوې میاشتې راپدیخوا د وسله والو طالبانو هغه کمېسیون رسماً په کار پیل کړی ترڅو بهر ته تللي پخواني چارواکي او سیاستوال افغانستان ته د بېرته را ستنېدو لپاره وهڅوي.

د دې کمېسیون مشري د دې ډلې د سرپرست حکومت د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور کوي، دا کمېسیون د دوه نورو وزیرانو په ګډون څو تنه غړي لري.

ظاهراً دا کمیسیون د هغو مشرانو د پخلاکولو په پار جوړ شوي چې په تېر جمهوري نظام کې د نفوذ خاوندان وو او اوس اکثریت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ترکیه کې میشت دي.

طالب چارواکو په تېره کې ویلي چې بهر ته تللي شخصیتونه افغانان دي او هېواد ته يې بېرته راتک ضروري دی دوی به ورته بلنه ورکړې چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د وسله والو طالبانو له لوري افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د کار له پیلېدو سره تر دا مهاله یو شمېر پخواني چارواکي چې د تېر جمهوري نظام په سقوط کې له هېواد څخه وتلي وو بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر جزئیات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now